| A | B | C | D | E | F | |
|---|---|---|---|---|---|---|
1 | Translation Info: #--------------------------- # Translation of the meanings of the Noble Qur'an # Language: Pashto # Translation ID: pashto_rwwad # Source: https://quranenc.com # URL: https://quranenc.com/en/browse/pashto_rwwad # Last update: 2024-02-15 15:16:21 (v1.0.1-excel.1) # Check for updates: https://quranenc.com/check/pashto_rwwad/v1.0.1-excel.1 # PLEASE DON'T REMOVE THIS IMPORTANT INFORMATION! #--------------------------- | |||||
2 | id | sura | aya | translation | footnotes | |
3 | 1 | 1 | 1 | د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی. | ||
4 | 2 | 1 | 2 | ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی. | ||
5 | 3 | 1 | 3 | ډېر مهربان اوتل (همېشه) مهربان | ||
6 | 4 | 1 | 4 | څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی. | ||
7 | 5 | 1 | 5 | خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو. | ||
8 | 6 | 1 | 6 | وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره | ||
9 | 7 | 1 | 7 | د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي. | ||
10 | 8 | 2 | 1 | الم [1] | [1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی. | |
11 | 9 | 2 | 2 | دا کتاب (دی) هیڅ شک په دې (کتاب) کې نه شته (چي د الله تعالی له لوری نازل شوی دی)، (دغه کتاب) لارښوونکی دی د پرهیزګارانو لپاره. | ||
12 | 10 | 2 | 3 | هغه کسان چې پر غیبو ایمان (باور) لري او لمونځ کوي (سم یې ادا کوي سره له ټولو حقوقو) او له هغو شیانو چې موږ دوی ته ورکړي دي (د الله تعالی د رضا لپاره یې) مصرفوي. | ||
13 | 11 | 2 | 4 | او هغه کسان چې ایمان لري (دوی) پر هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی تاته او (پر) هغو (کتابونو) چې له تا وړاندې نازل شوي دي، په آخرت باور (یقین) کوي. | ||
14 | 12 | 2 | 5 | دغه (ستایلي شوي کسان) د خپل رب له لوري پر سمه لاره دي او هم دوی پوره بریالي دي. | ||
15 | 13 | 2 | 6 | بې له شکه هغه (خاص) کسان چې کافران شوي دي، هغوی ته یوشان ده که هغوی ته (ای پیغمبره) ووېروې او که یې ونه وېروې، هغوی ایمان نه راوړي. | ||
16 | 14 | 2 | 7 | الله مهر لګولې دی د دوی پر زړونو او غوږونو او د دوی پر سترګو (یوه ځانګړې) پرده ده او دوی لره ډېر لوی عذاب دی. | ||
17 | 15 | 2 | 8 | او یوه ډله له خلکو هغه ده چې وایي موږ په الله او وروستۍ (قیامت) ورځ ایمان راوړی، په داسې حال کې چې دوی مؤمنان نه دي. | ||
18 | 16 | 2 | 9 | دوی (په خپل ګمان) له الله او له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی ټګي کوي، په داسې حال کې چې نه کوي ټګي دوی مګر له خپلو ځانونو سره، او دوی شعور نه لري. (نه پوهیږي چې ضرر يې هم دوی ته رسېږي). | ||
19 | 17 | 2 | 10 | د دوی په زړونو کې ناروغي (د شک او نفاق مرض) دی، نو الله د دوی ناروغي زیاته کړه او (مقرر) دی دوی لپاره ډېر دردناک عذاب په سبب د دې چې دوی به دروغ ویل (په اظهار د ایمان سره). | ||
20 | 18 | 2 | 11 | او کله چې دوی (منافقانو) ته وویل شي چې په زمکه کې فساد مکوئ، نو دوی وايي، بې شکه خبره داده چې موږ خو اصلاح کوونکي یو. | ||
21 | 19 | 2 | 12 | خبردار اوسئ بې شکه همدوی فساد کوونکي دي مګر دوی شعور نه لري (په خپل فساد نه پوهېږي). | ||
22 | 20 | 2 | 13 | او کله چې دوی ته وویل شي چې ایمان راوړئ، لکه چې نورو خلکو ایمان راوړی دی، نو دوی وايي آیا موږ داسې ایمان راوړو لکه څنګه چې ناپوهانو (ایمان) راوړی دی؟ خبردار اوسئ بې شکه همدوی ناپوهان دي خو دوی (په خپله ناپوهۍ) نه پوهېږي. | ||
23 | 21 | 2 | 14 | او کله چې ملاقات وکړي (منافقان) له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی نو وايي: موږ هم ایمان راوړی دی. او کله چې خپلو (مشرانو) شیطانانو سره یوازې شي، نو دوی (بیا) وايي: بې شکه موږ له تاسو سره یو. بیشکه هم دا خبره ده چې مونږ مسخرې (ټوکې) کوونکي یو (په مؤمنانو پورې). | ||
24 | 22 | 2 | 15 | الله تعالی پر دوی مسخرې (ملنډې) وهي او دوی ته مهلت ورکوي چې په سرکښۍ کې به سرګردان (حیران) وي. | ||
25 | 23 | 2 | 16 | دوی هغه کسان دي چې ګمراهي یې د هدایت په بدل کې پېرلې (اخیستې) ده، نو هیڅ ګټه (فائده) ونه کړه سوداګرۍ د دوی او نه وو دوی لارموندونکي (حق ته). | ||
26 | 24 | 2 | 17 | د دوى (منافقانو) مثال داسې دى، لكه چې يو څوك اور بل كړي او چې كله (دغه اور) د هغه شاوخوا روښانه كړي، نو الله -تعالی- د دوى رڼا (د سترګو بينايي) یوسي او دوی په تیارو کې پرېږدي چې هېڅ نه ویني. | ||
27 | 25 | 2 | 18 | (دوی) کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، نو دوی بېرته (له ګمراهۍ څخه) نه را ګرځي. | ||
28 | 26 | 2 | 19 | يا د دوى مثال داسې دی لکه چې له اسمان نه شړكنده جړۍ (باران) اورېږي او له هغه سره تورې تيارې، تالنده او برېښنا هم وي، دوى (د تندر د ګړزار په اورېدلو) د مرګ له وېرې په غوږونو کې ګوتې ننباسي او الله تعالی د کافرانو را ګېروونکی دی. | ||
29 | 27 | 2 | 20 | نږدې ده چې برېښنا په چټکۍ سره د دوی د سترګو رڼا یوسي، هر کله چې رڼا وکړي دوی ته نو مزل پکې وکړي او کله چې تیاره کړي په دوی نو هک پک ودرېږي او که چېرته د الله تعالی خوښه شي نو د دوی غوږونه او سترګې به یوسي (کاڼه او ړانده به یې کړي) بې شکه الله تعالی په هر څه قادر او برلاسی دی. | ||
30 | 28 | 2 | 21 | ای خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه (رب) چې تاسي او له تاسي وړاندې خلک یې پيدا کړي، کېدای شي چې تاسي ځانونه وژغورئ (د الله تعالی له عذاب څخه). | ||
31 | 29 | 2 | 22 | هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) کرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لوري یې اوبه نازل کړې دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري). | ||
32 | 30 | 2 | 23 | او که چېرې تاسي د هغه څه (قرآن) په اړه په شک کې یاست، چې مونږ پر خپل بنده باندې نازل کړی دی نو تاسي د دې (سورت) په څېر یو سورت راوړئ او له الله تعالی پرته خپل ټول ګواهان (مشران) راوبلئ، که چېرې تاسي ریښتېني یاست. | ||
33 | 31 | 2 | 24 | پس که چېرې مو دا کار ونه کړ او هېڅکله یې (هم) نه شئ کولای، نو پس وساتئ (ځانونه) له هغه اور څخه چې خس (خشاک) د هغې انسانان او تیږې (ګټې) دي، چې تیار کړی شوی دی (دا اور) د کافرانو لپاره. | ||
34 | 32 | 2 | 25 | او زیری ورکړه (ای محمده) هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی (په ټولو مؤمن به شیانو) او ښه (عملونه) یې کړي دي، چې بېشکه د دوی لپاره جنتونه دي چې د هغو (تر ماڼیو او ونو) لاندې ویالې بهېږي، هر کله چې له دې (جنتي مېوو) څخه دوی (جنتیانو) ته د رزق (خوړلو) لپاره (څه) ورکړل شي، نو دا (جنتیان) به وايي، دا هغه شان میوه ده چې موږ ته پخوا هم راکړل شوې وه او رابه وړلی شي دوی ته میوه هم رنګه (او په خوند کې سره بېله) او د دوی لپاره به په دغو (جنتونو) کې پاکې مېرمنې وي او دوی به په دغو (جنتونو) کې همېشه وي. | ||
35 | 33 | 2 | 26 | بېشکه الله تعالی (له دې) حیا نه کوي چې یو مثال (له مثالونو څخه) بیان کړي، که (هغه) د ماشي (مثال هم) وي او یا هم له دې پورته وي، پس هغه کسان دې چې ایمان یې راوړی دی نو پوهیږي چې دا مثال د دوی د رب له لوري حق دی او هغه کسان چې کافران شوي دي نو وايي (له ډیرې ناپوهۍ او عناد څخه) چې الله تعالی په دې مثال سره د څه شي اراده کړې ده، ګمراه کوي په دې (مثال) سره ډیر خلک او ډېرو ته په دې (مثال) سره سمه لاره ښايې او نه ګمراه کوي (الله) په دې (مثال) سره مګر فاسقان. | ||
36 | 34 | 2 | 27 | هغه خلك (فاسقان) چې د الله عهد له ټينګ تړون نه وروسته ماتوي او الله چې د كوم شي د پېوندولو امر كړيدى، هغه پرې کوي او په زمكه كې فساد خوروي، په حقيقت کې همدغه کسان (په دنیا او آخرت کې) زيانكاران دي. | ||
37 | 35 | 2 | 28 | تاسې څنګه پر الله تعالی کافران کېږئ، په داسې حال کې چې تاسې مړه وئ، بیا (الله) تاسې ژوندي کړئ (د روح په درکولو سره) بیا به (الله) تاسې مړه کړي، بیا به (الله) تاسې ژوندي کړي، (او په آخر کې به) بیا هغه ته ورستانه کړای شئ. | ||
38 | 36 | 2 | 29 | الله هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې د زمکې ټول شیان پیدا کړي دي، بیا یې هسک (آسمان) ته پام وکړ، پس اووه آسمانونه یې برابر کړل او هغه (الله) پر هر څه باندې ښه عالم (پوه) دی. | ||
39 | 37 | 2 | 30 | او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې ستا پروردګار پرښتو ته وویل، چې بېشکه زه په زمکه کې د یوه خلیفه پیداکوونکی یم، نو پرښتو وویل: آیا ګرځوی (ټاکې) ته په زمکه کې هغه څوک چې په هغې کې به فساد کوي او (په ناحقه سره) به وینې تویوي، په داسې حال کې چې موږ ستا تسبیح او ثنا وایو او نسبت د پاکی کوو تاته، (الله) وویل: بېشکه زه په هغه څه پوهېږم چې تاسې پرې نه پوهېږئ. | ||
40 | 38 | 2 | 31 | او (الله) آدم ته دټولو (ضروري شیانو) نومونه وښودل، بیا يې هغه ټول شیان پرښتو ته وړاندې کړل او ویې ویل ماته د دې شیانو نومونه راوښیئ که تاسې (په خپلې دغې وینا کې) ریښتیني یاست. | ||
41 | 39 | 2 | 32 | پرښتو وویل، نسبت د پاکۍ کوو تاته (له ټولو عیبونو او اعتراضونو) موږ لره هیڅ علم نشته مګر د هغه څه چې تا موږ ته ښودلي، بېشکه ته هم ښه عالم او ښه د حکمت خاوند يې. | ||
42 | 40 | 2 | 33 | (الله) وویل، اې آدمه! خبر کړه دوی په نومونو د دې شیانو، نو کله چې آدم خبر ورکړ دوی ته په نومونو د هغو شیانو، (الله) وویل: آیا ما تاسې ته نه ؤ ویلي چې بېشکه زه پوهیږم په پټو شیانو د آسمانونو او زمکې او په هغو شیانو چې تاسې یې ښکاره کوئ او په هغو شیانو چې تاسې یې پټوئ (په زړونو کې). | ||
43 | 41 | 2 | 34 | او (یاد کړه اې محمده!) کله چې موږ پرښتو ته وویل چې آدم ته سجده وکړئ، پس دوی (ټولو) سجده وکړه، مګر (یوازې) ابلیس سرغړونه وکړه (له سجدی نه) او لويې يې وکړه او دی (له پخوا څخه د الله په علم کې) له کافرانو څخه ؤ. | ||
44 | 42 | 2 | 35 | او موږ وویل، اې آدمه! ته او مېرمن دې په جنت کې میشت شئ او د جنت له میوو څخه وخورئ (څه چې مو زړه غواړي) پریمانه او چېرته مو چې خوښه وي او دې ونې ته (د خوړلو لپاره) مه نږدې کېږئ نو (که نږدې شوئ) د ظالمانو له ډلې به شئ. | ||
45 | 43 | 2 | 36 | پس شیطان دوی دواړه له جنته وښویول، نو ویې ایستل دواړه له هغه (عزت او راحت) څخه چې دوی پکې وو او موږ وویل چې (له جنته زمکې ته) ښکته شئ، په داسې حال کې چې ستاسې ځينې به له ځینې نورو سره دښمنان وي او شته تاسې ته په زمکه کې ځای د هستوګنې او اسباب د ګټې (فائدی) اخستلو تر یوه وخته پورې (چې اجل یا قیامت دی). | ||
46 | 44 | 2 | 37 | پس آدم له خپل پروردګاره څو کلمې زده کړې، نو په هغو یې (الله ته) رجوع وکړه (په رحمت سره) بېشکه هغه (الله) ښه توبه قبلوونکی (او) رحیم دی. | ||
47 | 45 | 2 | 38 | (بیا) موږ وویل، چې ټول له جنته کوز شئ، کله چې تاسې ته زما له لوري كوم هدايت ورسېږي، نو څوک چې زما د هدایت پیروي وکړي، نو پر هغوی به هیڅ وېره نه وي او نه به غمجن کېږي. | ||
48 | 46 | 2 | 39 | او هغه کسان چې کافران شول او زموږ آیاتونه یې دروغ وګڼل، هم دغه کسان د اور (دوزخ) څښتنان دی او هم دوی به په هغه (اور د دوزخ) کې همېشه وي. | ||
49 | 47 | 2 | 40 | اې بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! یاد کړئ زما هغه نعمت چې پر تاسو مې انعام کړی دی او وفا وکړئ زما پر وعدې (په متابعت د نبي کې) نو زه به هم وفا وکړم ستاسو پر وعدو (جنت ته په ننویستلو) او خاص له ما څخه ووېرېږئ. | ||
50 | 48 | 2 | 41 | او پر هغه (کتاب) ایمان راوړئ چې ما نازل کړی دی، تصدیق کوونکی د هغه (کتاب) دی چې تاسې سره دی او تر ټولو وړاندې په دې (قرآن) مه کافر کېږئ او زما آیاتونه په لږه بیه مه پلورئ او خاص له مانه ووېرېږئ! | ||
51 | 49 | 2 | 42 | او حق پر باطل مه پوښئ او حق مه پټوئ په داسې حال کې چې تاسې پوهېږئ (چې دا حق دی). | ||
52 | 50 | 2 | 43 | او لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ او له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو) سره رکوع وکړئ. | ||
53 | 51 | 2 | 44 | آیا تاسې نورو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال کې چې تاسې کتاب لولئ، نو آیا تاسي له عقل څخه کار نه اخلئ؟ | ||
54 | 52 | 2 | 45 | په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ او په تحقیق سره لمونځ ډېر دروند دې مګر (نه دی دروند) په عاجزي کوونکو. | ||
55 | 53 | 2 | 46 | هغه کسان چې باور لري په دې چې بېشکه هغوی له خپل پروردګار سره مخامخ کېدونکي دي او په تحقیق دوی هم هغه (الله) ته (په آخرت کې) ورستنېدوکي دي. | ||
56 | 54 | 2 | 47 | ای بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! زما هغه نعمت یاد کړئ چې ما پر تاسې پېرزو کړی دی او دا چې د نړۍ پر ټولو امتونو مې تاسې ته فضيلت دركړى وْ. | ||
57 | 55 | 2 | 48 | او د هغې ورځې (له عذاب) څخه ووېرېږئ چې هیڅ نفس به له بل (کافر) نفس څخه هیڅ شی نه شي لرې کولی او نه به دهغه نفس په اړه شفاعت (سپارښتنه) منل کېږي او نه به له هغه څخه فدیه قبلېږي او نه به له هغوی (کافرو او ګناه کوونکو سره) له كوم لوري مرسته وكړاى شي. | ||
58 | 56 | 2 | 49 | او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ تاسي وژغورلۍ له فرعونیانو څخه چې تاسي ته به یې سخت عذاب درکولو، ستاسي زامن به یې حلالول او ستاسي ښځې (لوڼې) به یې (دخدمت لپاره) ژوندۍ پرېښودلې او په دې کې ستاسې د رب له لوري پر تاسي لوی ازمیښت ؤ. | ||
59 | 57 | 2 | 50 | او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ ستاسي لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو مو وژغورلئ او فرعونیان مو غرق کړل، په داسې حال کې چې تاسي ورته کتل. | ||
60 | 58 | 2 | 51 | او هغه وخت چې وعده کړې وه موږ له موسی علیه السلام سره څلويښت شپې، بیا تاسي خوسی ونیوه (معبود) پس له (تللو) د موسی علیه السلام (طور ته) او تاسې ظالمان وئ. | ||
61 | 59 | 2 | 52 | بیا موږ تاسي ته بخښنه وکړه وروسته له هغې (د خوسي له عبادت څخه) تر څو تاسي (د الله) شکر وباسئ. | ||
62 | 60 | 2 | 53 | او (یاد کړئ!) هغه وخت چې ورکړی ؤ موږ موسی علیه السلام ته کتاب (تورات) او بېلونکی (د حق او باطل) د دې لپاره چې تاسي سمه لار ومومئ. | ||
63 | 61 | 2 | 54 | او هغه وخت (در یاد کړئ) چې موسی خپل قوم ته وویل، ای زما قومه! بېشکه تاسي پر خپلو ځانونو ظلم کړی دی، په سبب د نیولو د خوسي لره (په خدايۍ سره) پس توبه وباسئ خپل خالق ته او خپل ځانونه ووژنئ، همدا کار (ځان وژنه) ستاسو د خالق پر وړاندې تاسو لپاره غوره دی، پس (الله) ستاسي توبه قبوله کړه، بېشکه هغه ښه توبه قبلوونکی او ډېر مهربان دی. | ||
64 | 62 | 2 | 55 | او (یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي وویل، ای موسی علیه السلام! مونږ به ستا پر خبره هېڅکله باور ونه کړو (تر څو) چې څرګنده الله ونه وینو، پس تاسي تندر ونیولئ په داسې حال کې چې تاسي (ورته) کتل. | ||
65 | 63 | 2 | 56 | پس بيا موږ ستاسي له مړينې وروسته راپاڅولئ، د دې لپاره چې تاسي شکر وباسئ. | ||
66 | 64 | 2 | 57 | او (هغه مهال) موږ وریځ پر تاسي سیوری کړه او تاسي ته مو ترنجبین او مړزان نازل کړي وو، وخورئ له هغو پاکو شیانو چې موږ تاسو ته روزي کړي دي نو هغوی پر موږ ظلم نه ؤ کړی، بلکې پر خپلو نفسونو (ځانونو) یې ظلم کولو. | ||
67 | 65 | 2 | 58 | او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ (بني اسرائیلو ته) وویل، چې دې کلي ته ننوځئ، پس هرڅه مو چې زړه غواړي هغه پرېمانه وخورئ او سجده کوونکي په دروازه (د دې ښار) ننوځئ او ووایئ: حطة (اې ربه! موږ ته بخښنه وکړه) چې ستاسې ګناهونه وبخښو او پر نېکانو به زیات (اجر) پېرزو کړو. | ||
68 | 66 | 2 | 59 | پس هغو کسانو چې ظلم يې کړی و خبره په بل شان بدله کړه له هغې خبرې څخه کومه چې دوی ته شوې وه، نو نازل کړ موږ پر هغو کسانو چې ظلم يې کړی و عذاب له (طرفه) د اسمانه په سبب د دې چې دوی به (د الله له فرمانه) سرغړونه کوله. | ||
69 | 67 | 2 | 60 | او (یاد کړئ) هغه وخت چې موسی -علیه السلام- خپل قوم لپاره د اوبو غوښتنه وکړه (په میدان د تیه کې) پس موږ وویل (موسی -علیه السلام- ته) چې په خپلې همسا تېږه (ګټه) ووهه، (نو چې ويې وهله) پس روانی شوی له هغې تېږې (ګټی) څخه دولس چېنې، په تحقیق سره هر قوم د خپلو اوبو څښلو ځای وپېژنده (وویل موږ) خورئ او څښئ د الله له روزۍ څخه او مه تېرېږئ له حده په زمکه کې حال دا چې ورانی کوونکی اوسئ تاسي. | ||
70 | 68 | 2 | 61 | او (یاد کړئ) هغه وخت چې وویل تاسي ای موسی علیه السلام! موږ پر یو طعام صبر نه شو کولای، له خپل رب نه دې وغواړه چې موږ ته د زمکې هغه حاصلات راوباسي (لکه)، تره، بادرنګ، غنم، دال او پياز، نو وویل (موسی علیه السلام) آیا بدلوئ تاسي هغه شی چې ناکاره دي په هغه څه چې ډیر غوره دی. (نو اوس) کوز شئ یوه ښار ته پس بېشکه ستاسي لپاره هغه څه دي چې غوښتنه يې کوئ او مقرر کړی شو پر دوی ذلت او محتاجي او اخته شول دوی په غضب د الله، دا په سبب د دې چې دوی د الله په آیاتونو کفر کولو او په ناحقه به یې پیغمبران وژل، دا (کفر او قتل) په دې سبب ؤ چې سرکشي يې کوله او وو دوی چې له حدودو به تېرېدل. | ||
71 | 69 | 2 | 62 | بې له شکه هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او هغه کسان چې یهودان شوي دي او نصرانیان او بی دینان دي، هر څوک چې (د دوی له ډلې) پر الله او د قیامت پر ورځ ایمان راوړي او (له محمدي شریعت سر سم) نیک عمل و کړي، نو د دوی لپاره به د دوی د رب (پالونکي) په نزد اجر (ثواب) وي، او نه به وي (هیڅ قسم) ویره پر دوی باندې او نه به دوی خپه کېږي. | ||
72 | 70 | 2 | 63 | او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ له تاسي څخه ټینګه وعده واخیسته او پورته کړ موږ په سر تاسې د طور (غر)، واخلئ هغه څه (احکام) چې درکړي دي موږ تاسي ته په ښه کوښښ سره او یاد کړئ هغه (احکام) چې په هغه کې دي، ښایي چې تاسې ځانونه وساتئ. | ||
73 | 71 | 2 | 64 | له هغه وروسته تاسي واوښتئ، نو که چېرې د الله فضل او د هغه رحمت پر تاسو نه وی نو هرومرو (خامخا) به تاسو له زیانکارانو څخه وای. | ||
74 | 72 | 2 | 65 | او په تحقیق سره تاسي هغه کسان ښه پېژندلي وو چې تجاوز يې کړی ؤ ستاسي له ډلې څخه (د کبانو په ښکار) د شنبې (په ورځ) نو موږ دوی ته وویل چې ذلیله بیزوګان شئ. | ||
75 | 73 | 2 | 66 | نو وګرځاوه مونږ دا (عقوبت او مسخه کول) عبرت لپاره د هغو خلکو چې حاضر وو او د هغو لپاره چې وروسته راځي او پند دی پرهیزګارانو لره. | ||
76 | 74 | 2 | 67 | او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موسی علیه السلام خپل قوم ته وویل: بیشکه الله امر کوي تاسي ته چې یوه غوا حلاله کړئ (بني اسرائیلو) وویل: آیا ته په موږ ملنډې وهې؟ (موسی علیه السلام) وویل: زه له دېنه الله ته پناه وروړم چې له ناپوهانو څخه شم. | ||
77 | 75 | 2 | 68 | وویل (بني اسرايېلو) چې وغواړه مونږ لپاره له خپل پروردګاره چې بیان کړي موږ ته چې هغه غوا څنګه ده؟ (موسی علیه السلام) وویل: بېشکه الله جل جلاله وایي هغه یوه غوا ده چې نه ډیره زړه ده او نه ډیره ځوانه، میانه حاله ده په منځ د دغو کې پس هغه څه وکړئ چې امر درته شوی دی. | ||
78 | 76 | 2 | 69 | (بني اسرائیلو) وویل: وغواړه (ای موسی علیه السلام) موږ لپاره له خپل پروردګاره چې بیان کړی موږ ته چې رنګ یې څه شان دی؟ (موسی علیه السلام) وویل: بېشکه الله وایې: هغه یوه زېړه غوا ده چې رنګ یې ډېر روښانه دی او لیدونکي خوشحالوي. | ||
79 | 77 | 2 | 70 | (بني اسرائیلو) وویل: له خپل پروردګاره وغواړه چې بیان کړي موږ ته چې څه قسم ده دغه غوا؟ بېشکه غوا موږ په شک کې اچولي یو، او که د الله خوښه وه موږ خامخا لارموندونكي يو. | ||
80 | 78 | 2 | 71 | (موسی علیه السلام) وویل: الله جل جلاله وايي: دا يوه غواده، نه خواري كښه چې زمكه يوې كوي او نه كښت خړوبوي، سالمه پاتې شوې، هيڅ عيب پكې نشته، هغوى ويل: اوس دې سمه (حق) خبره راوړه نو حلاله يې كړه خو نږدې وو چې ويې نه كړي. | ||
81 | 79 | 2 | 72 | (او یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي یو کس وژلی ؤ، نو د هغه (مقتول) په اړه په جګړه شوئ او الله ښکاره کوونکی دی د هغه څه (قتل) چې تاسو پټولو. | ||
82 | 80 | 2 | 73 | نو موږ وویل چې پر وژل شوي د هغې (غوا) یوه ټوټه ووهئ (بیا هغه مړی ژوندی شو)، هم داسې الله تعالی (په قیامت کې) مړي ژوندي کوي او تاسې ته (د خپل قدرت) آیتونه (نښانې) درښیي ترڅو تاسو غور وکړئ. | ||
83 | 81 | 2 | 74 | بیا پس له دې ستاسو زړونه سخت شول، نو دغه (زړونه) په شان د تیږې (ګټی) دي بلکې ډیر زیات دي په سختوالي کې. او بېشکه چې له ځینو تیږو (ګټو) هغه دي چې بهیږي له هغو څخه ویالې او په تحقیق سره ځینې له دې تیږو (ګټو) څخه هغه دي چې چوي نو راوځي له هغو څخه اوبه او بیشکه ځینې له دې تیږو (ګټو) څخه هغه دی چې د الله له وېرې رارغړي او الله له هغه څه چې تاسو یې کوئ نا خبره نه دی. | ||
84 | 82 | 2 | 75 | آیا نو تمه کوئ تاسې (ای مسلمانانو) چې ایمان به راوړي دوی (په وینا ستاسې) او بیشکه وه یوه ډله (د پخوانیو) له دوی چې اوریده به يې کلام د الله بیا به يې اړوله هغه خبره وروسته له دې چې پوه به شول په داسې حال کې چې دوی به پوهېدل. | ||
85 | 83 | 2 | 76 | او کله چې دوی ملاقات وکړي له هغو کسانو سره چې مؤمنان دي نو وايې موږ ایمان راوړی دی او کله چې له یو بل سره یوازې شي، نو وایې، آیا خبروئ تاسې دوی په هغه شي چې پرانستلي دي الله په تاسې (په تورات کې) د دې لپاره چې جګړه وکړي له تاسې سره مؤمنان په هغه سره په نزد د پروردګار ستاسې آیا نو نه پوهیږي؟ | ||
86 | 84 | 2 | 77 | آیا نه پوهیږي دوی چې بیشکه الله عالم دی په هغه څه چې پټوي يې دوی او په هغه څه چې ښکاره کوي يې. | ||
87 | 85 | 2 | 78 | او ځینې له هغوی څخه امیان (ناپوهه) دي چې په کتاب (تورات) باندې نه پوهېږي، مګر دا چې بې بنسټه هیلې (امیدونه) لري او نه دي دوی مګر ګومانونه کوي. | ||
88 | 86 | 2 | 79 | نو عذاب (هلاک او خرابي) دی لپاره د هغو خلکو چې لیکي کتاب په خپلو لاسونو بیا وايې چې دا د الله له لوري دی، دې لپاره چې په دغه (کتاب) لږ قیمت ترلاسه کړي، نو هلاکت (عذاب) دی دوی لره د هغه شی چې لیکلی دی لاسونو د دوی او بیا هلاکت دی دوی لره د هغه کار چې دوی یې کوي. | ||
89 | 87 | 2 | 80 | او وایې دوی چې موږ ته به کله هم (د جهنم) اور ونه رسېږي، مګر څو شمېرل شوې ورځې، ته ورته ووایه (ای محمده) آیا تاسې له الله -تعالی- څخه عهد (ژمنه) اخیستې؟ نو الله د خپل عهد مخالفت نه کوي، یا په الله پورې داسې خبرې تړئ چې تاسې پرې نه پوهېږئ. | ||
90 | 88 | 2 | 81 | بلکې ولې نه، (رسېږي تاسې ته دائمي اور) هر چا چې بدي وکړه او چاپيره شوه پر ده ګناه د ده. نو هم دغه کسان څښتنان د اور (د دوزخ) دي، دوی به په هغه اور (د دوزخ) کې تل وي. | ||
91 | 89 | 2 | 82 | او هغه کسان چې مؤمنان دي او نېک عملونه یې کړي دي، هم دغه کسان دجنت څښتنان دي، دوی به په هغه جنت کې تل وي. | ||
92 | 90 | 2 | 83 | او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موږ کلکه وعده له بني اسرائیلو څخه واخیستله، دا چې له الله پرته د بل چا عبادت به نه کوئ او له مور او پلار سره به نېکي کوئ، او له خپلوانو سره به هم او له یتیمانو او مسکینانو سره به هم (نیکي کوئ) او خلقو ته ښایسته خبرې وکړئ او لمونځ سم قائموئ او ورکوئ زکات، بیا تاسې (له دې وعدې) وګرځیدئ مګر لږ له تاسې څخه (ونه ګرځیدل)، حال دا چې همدا تاسي (له الهي احکامو څخه) مخ ګرځوونکي یاست. | ||
93 | 91 | 2 | 84 | او (یاد کړئ ای بني اسرايېلو) هغه وخت چې ستاسو له پلرونو مو کلکه وعده واخیستله دا چې خپلې وینې مه تویوئ او مه وباسئ ځانونه خپل له خپلو کورنو، بیا تاسې اقرار وکړ، حال دا چې تاسې حاضر واست. | ||
94 | 92 | 2 | 85 | پس (له دې وعدې) تاسې هغه کسان یاست چې خپل ځانونه وژنئ او وباسئ تاسې یوه ډله خپله له خپلو کورونو له دوی څخه، مرسته (مدد) کوئ پر دوی په ګناه او ظلم سره، او که راشي دوی تاسې ته بندیان نو فدیه ورکوئ تاسې د دوی په ځای، حال دا چې حرام کړی شوي دي پر تاسې ایستل د هغو آیا پس ایمان راوړئ تاسې پر ځینو (احکامو) د کتاب (چې فدیه ده) او کافران کیږئ په ځینو نورو (احکامو د کتاب چې بی ګناه وژنه ده او په ګناه سره مرسته (مدد) کوئ د دوی او مغلوبان له وطنه شړئ). پس نه ده سزا د هغه چا چې کوي دا (کارونه) له تاسې څخه مګر رسوايي ده په ژوند د دنیا کې او په ورځ د قیامت کې ګرځول کیږي دوی ډیر سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دی الله غافل له هغه څه چې کوئ يې تاسې. | ||
95 | 93 | 2 | 86 | دا هغه کسان دي چې د دنیا ژوند یې په بدل د آخرت کې اخیستئ دی، سپک به نه کړی شي له دوی څخه عذاب او نه به له دوی سره مرسته (مدد) وکړل شي. | ||
96 | 94 | 2 | 87 | یقینًا یقینًا موږ موسٰی علیه السلام ته كتاب وركړى و او له هغه نه وروسته مو پرلپسې رسولان لېږلي وو، او موږ د مریمې زوى عیسٰی علیه السلام ته څرګندې نښې وركړې وې۔ او موږ هغه په پاك روح سره قوي كړى و، آیا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو یوه ډله (د پېغمبرانو) مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به مو ووژله. | ||
97 | 95 | 2 | 88 | او وايي: زموږ زړونه مو په پردو کې دي (وینا پرې اثر نه کوي داسې نه ده) بلکې الله پر دوی لعنت کړی، په سبب د کفر د دوی، نو ډېر لږ (کسان د دوی له ډلې څخه) ایمان راوړي. | ||
98 | 96 | 2 | 89 | او هر کله چې راغی دوی ته کتاب (قرآن) د الله له لوري چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتاب چې له دوی سره دی، حال دا چې وو دوی پخوا له دې چې فتح به يې غوښته (له الله څخه په قرآن او محمد سره) په مقابل د هغو کسانو چې کافران وو نو کله چې راغی دوی ته هغه رسول چې پيژندلی ؤ دوی، نو کافران شول پرې، نو لعنت د الله دې په کافرانو. | ||
99 | 97 | 2 | 90 | بد دې هغه څه چې پلورلی (خرڅ کړی) دی دوی په مقابل د هغه ځانونه خپل، دا چې کافران کېږي په هغه څه (قرآن) چې الله نازل کړی دی په سبب د دې حسد او کينی چې (ولې) الله خپل فضل نازلوي په هغه چا چې اراده یې وکړي له خپلو بندګانو، نو اخته شول په یو غضب (چې کفر دی په محمد صلی الله علیه وسلم او قرآن) د پاسه د بل غضب (چې کفر دی په عیسی علیه السلام او انجیل)، او د کافرانو لپاره سپکوونکی عذاب (مقرر) دی. | ||
100 | 98 | 2 | 91 | او کله چې وویل شي دوی ته چې ایمان راوړئ پر هغو (کتابو) چې الله نازل کړي دي، دوی وایي: موږ ایمان راوړو په هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی پر موږ (یعنې تورات) حال دا چې له هغه ور هغه خوا (په نورو) کافران کیږي، په داسې حال کې چې دا (نور کتابونه هم) حق دی، تصدیقونکي دي د هغه کتاب چې له دوی سره دی، ووایه (ای محمده!) نو ولې به وژل تاسې پېغمبران د الله پخوا (له دې) که چيری وئ تاسې ایمان راوړنکي. |