1 of 22

په برتانیا کې

د پناه غوښتنې

پروسې پیژندنه

2 of 22

که چیرې تاسو په خپل هیواد کې د ځوریدنې او تعقیب کیدو ویره لرئ، نو تاسو کولی شئ په برتانیا کې د پناه غوښتنه وکړئ.

د دې لامل کیدای شي ستاسو

      • نژاد
      • دین
      • ملیت
      • سیاسي نظر
      • کوم ځانګړی ټولنیز ګروپ د مثال په ټوګه جنسي تمایل یا جنسیت

تاسو باید وکولی شئ دا وښایئ چې ستاسو حکومت نشي کولی ستاسو ساتنه وکړي او دا چې په خپل هیواد کومې بلې برخې ته په تګ سره تاسو د ګواښ مخه نه شوه نیولی.

3 of 22

د پناه غوښتنې پروسې ته عمومي کتنه

خپله قضیه د کورنیو چارو دفتر سره راجستر کړئ او د قانوني استازي څخه وغواړئ چې ژر تر ژره ستاسو سره مرسته وکړي

دلته یې پيل کړئ

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

(احتمالي لومړنی پوښتنلیک)

اصلي مرکه

د پناه غوښتنې لومړنۍ پریکړه

که قضیه د منلو وړ نه وي، دعوه ځنډول کیږي

که کوم بل هیواد تاسو قبول کړي، تاسو ممکن هلته واستول شئ

4 of 22

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

دا څو مختلف ځایونه شتون لري چیرته چې د پناه غوښتنې دعوه وړاندې کیدی شي

  • په دخولي بندر کې، کله چې تاسو ورسیږئ
  • په توقیف خونه کې، که تاسو توقیف یاست
  • د پناه اخیستنې یونټ AIU)) کې، ځینې وختونه د سکرینینګ یونټ په نوم هم یادیږي

حکومت کولی شي د پناه غوښتنې دعوو د ترلاسه کولو لپاره نور ځایونه یا خلک وټاکي

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

5 of 22

د ارزونې مرکه

دا د شخصي معلوماتو راټولولو لپاره یوه لنډه مرکه ده ترڅو د کورنیو چارو دفتر پوه شي چې څنګه ستاسو ادعا مخته یوسي. له تاسو به وپوښتل شي

  • ستاسو نوم، تابعیت، د زیږون نيټه او ځای
  • ستاسو توکم او مذهب
  • ستاسو د کورنۍ غړي
  • هغه دلیلونه چې ولی تاسو د پناه غوښتنه کوئ
  • برتانیې ته ستاسو سفر
  • ستاسو روغتیا

هر هغه څوک چې عمر یې د 5 کالو څخه پورته وي د ګوتو نښې به یې اخیستل کیږي. خپل ټول اړوند شیان راوړئ او ورته ووایاست که تاسو استوګنې ته اړتیا لرئ. د خوړلو او څښلو لپاره یو څه واخلئ.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

6 of 22

لارموندنه

ستاسو د ارزونې مرکې وروسته د کورنیو چارو دفتر باید پریکړه وکړي چې څنګه ستاسو د ادعا سره مخته ولاړ شي. دې ته لارموندنه یا (روټینګ) ویل کیږي. یو څو امکانات شتون لري:

  • دوی به ستاسو ادعا په نورمال ډول مخته یوسي
  • دوی به تاسو توقیف کړي او ستاسو ادعا به مخته یوسي پداسې حال کې چې تاسو به په توقیف کې یاست
  • که تاسو یو بې سرپرسته ماشوم یاست، دوی کولی شي پریکړه وکړي چې تاسو سره د یو ماشوم په څیر چلند وکړي، یا دوی کولی شي ستاسو د عمر سره مخالفت وکړي
  • که ستاسو قضیه د منلو وړ نه وي، دوی به ستاسو ادعا وځنډوي، پداسې حال کې به دوی وارزوي که کوم بل هیواد ستاسو ادعا اخیستلی شي - تاسو ممکن هغه هیواد ته واستول شئ

د پناه غوښتنې ملاتړ په اړه زمونږ ویډیو وګورئ ترڅو پدې اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې تاسو کوم ملاتړ ترلاسه کولی شئ.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

7 of 22

د احتمالي لومړني معلوماتو پوښتنلیک

که تاسو د لومړنیو معلوماتو پوښتنلیک ترلاسه کړ، نو تاسو اړتیا لرئ چې د خپل قانوني استازي څخه وغواړئ چې تاسو سره د هغه په ډکولو کې مرسته وکړي او په خپل وخت یې بیرته واستوئ.

د کورنیو چارو دفتر به دا د هغه څه سره پرتله کړي چې تاسو یې په ارزونې او اصلي مرکو کې وایاست. دا باید ریښتیني وي او څومره چې تاسو کولی شئ باید ثابت وي.

تاسو کولی شئ د کورنیو چارو دفتر ته ځواب ووایاست چې تاسو دا نشئ بشپړولی ځکه تاسو یو قانوني استازی نلرئ. تاسو کولی شئ له دوی څخه وغواړئ چې د وخت نیټه وغځوي یا لرې کړي.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

(احتمالي لومړنی پوښتنلیک)

8 of 22

اصلی مرکه

دا ستاسو لپاره فرصت دی چې د کورنیو چارو دفتر ته د خپلې پناه غوښتنې دعوې د دلیلونو په اړه په تفصیل سره ووایاست. دا ممکن په حضوري ډول یا د سکایپ له لارې وي. هیڅ سکریپټ شتون نلري خو له تاسو کیدای شي د نیټو، وختونو او خلکو په اړه پوښتنې وشي. هڅه وکړئ خپله کیسه په روښانه ډول بیان کړئ، دا ضرور نده چې تاریخواره بڼه ولري.

د جزیاتو اټکل مه کوئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې د هغه څه په اړه روښانه یاست چې تاسو یې په یاد لرئ او هغه څه چې تاسو یې په یاد نلرئ. دا کیدای شي یوه اوږده او دردونکی مرکه وي. هغه خلک چې تاسو یې پیژنئ اماده یې ولرئ ترڅو د مرکې دمخه او وروسته له تاسو سره خبرې وکړي.

مونږ سپارښتنه کوو چې تاسو له مخکینه باید د اصلي مرکې په اړه ولولئ او تحقیق وکړئ.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

(احتمالي لومړنی پوښتنلیک)

اصلي مرکه

9 of 22

د پناه غوښتنې لومړنۍ پریکړه

ستاسو د اصلي مرکې وروسته، هر وخت پریکړه کیدی شي. دا پریکړه کیدای شي راتلونکی ورځ وشي یا کیدای شي میاشتې یا کلونه وروسته وشي.

د اوږد انتظار لپاره چمتو اوسئ.

تاسو کولی شئ د پریکړې د ترسره کیدو دمخه هر وخت نور شواهد او نور معلومات وسپارئ. که تاسو د نورو شواهدو وړاندې کولو لپاره ډیر وخت ته اړتیا لرئ، تاسو باید د مرکې په جریان کې د مرکه کونکي افسر سره پدې اړه بحث وکړئ.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

(احتمالي لومړنی پوښتنلیک)

اصلي مرکه

د پناه غوښتنې لومړنۍ پریکړه

10 of 22

د کډوالۍ وضعیت یا بشري خوندیتوب ورکول

د 2022 کال د جون 28 څخه دمخه ادعا درج شوی وي

که تاسو د 2022 کال د جون 28 څخه مخکې خپله ادعا وکړه او دا بریالۍ ثابته شوه، تاسو ته کیدای شي د کډوالۍ وضعیت یا بشري خوندیتوب درکړل شي:

  • تاسو د 5 کلونو لپاره د پاتې کیدو اجازه لرئ
  • تاسو کولی شئ د 5 کلونو په پای کې د میشتیدنې لپاره غوښتنه وکړئ (مګر تاسو باید خپل غوښتنلیک مخکې لدې چې ستاسو د اجازې وخت پای ته ورسیږي وړاندې کړئ)
  • تاسو کولی شئ کار وکړئ، زدکړې وکړئ او د ګټو درخواست وړاندې کړئ
  • تاسو ممکن وکولی شئ د خپلې کورنۍ نږدې غړي تمویل کړئ ترڅو په برتانیا کې ستاسو سره یوځای شي

که تاسو ته د پاتې کیدو اجازه درکړل شي، ستاسو ملاتړ به په 28 ورځو کې پای ته ورسیږي.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

(احتمالي لومړنی پوښتنلیک)

اصلي مرکه

د پناه غوښتنې لومړنۍ پریکړه

11 of 22

د کډوال د اوسیدو اجازه ورکول

ادعا د 2022 کال جون په 28 یا وروسته درج شوې وي

دا غوره پایله ده:

  • تاسو د کډوال په توګه پیژندل کیږئ
  • تاسو د 5 کلونو لپاره د پاتې کیدو اجازه لرئ
  • تاسو کولی شئ د 5 کلونو په پای کې د میشتیدنې لپاره غوښتنه وکړئ (مګر تاسو باید خپل غوښتنلیک مخکې لدې چې ستاسو د اجازې وخت پای ته ورسیږي وړاندې کړئ)
  • تاسو کولی شئ کار وکړئ، زدکړې وکړئ او د ګټو درخواست وړاندې کړئ
  • تاسو ممکن وکولی شئ د خپلې کورنۍ نږدې غړي تمویل کړئ ترڅو په برتانیا کې ستاسو سره یوځای شي

که تاسو ته د پاتې کیدو اجازه درکړل شي، ستاسو ملاتړ به په 28 ورځو کې پای ته ورسیږي.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

(احتمالي لومړنی پوښتنلیک)

اصلي مرکه

د پناه غوښتنې لومړنۍ پریکړه

12 of 22

د خوندیتوب وضعیت نورې اجازې ورکول

ادعا د 2022 کال جون په 28 یا وروسته درج شوې وي

که تاسو ته د کډوال اجازه نه درکول کیږي، دوه نور ډولونه د اجازې شتون لري چې تاسو ته کیدای شي درکړل شي:

  • د کډوالۍ موقتي اجازه
  • بشردوستانه خوندیتوب

په دواړو حالتونو کې، تاسو ته ممکن د 2.5 کلونو لپاره د پاتې کیدو اجازه درکړل شي. تاسو کولی شئ د دې د تمدید لپاره غوښتنه وکړئ که تاسو لاهم د شرایطو وړ یاست. د 10 کلونو وروسته تاسو باید وکولی شۍ چې په برتانیا کې د "اوږدې استوګنې" له لارې د میشتیدنې لپاره غوښتنه وکړئ.

که تاسو ته د پاتې کیدو اجازه درکړل شي ستاسو ملاتړ به په 28 ورځو کې پای ته ورسیږي.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

(احتمالي لومړنی پوښتنلیک)

اصلي مرکه

د پناه غوښتنې لومړنۍ پریکړه

13 of 22

منفي پریکړه

د "ردیدلو لاملونه" په نوم به تاسو یو لیک ترلاسه کړئ چې هغې که به تاسو ته وویل شي چې ایا ستاسو د دعوې مسترد کیدل د تجدیدنظر حق لري که نه.

که چیرې پدې کې ویل شوي وي چې "په څرګند ډول بې اساسه" بیا تاسو د تجدیدنظر حق نلرئ

د کډوالۍ ځینې مقررات شتون لري د کوم له امله چې تاسو ته کیدای شي د پاتې کیدو اجازه درکړل شي حتی که ستاسو غوښتنلیک رد هم شي.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

(احتمالي لومړنی پوښتنلیک)

اصلي مرکه

د پناه غوښتنې لومړنۍ پریکړه

14 of 22

د وضعیت نورې اجازې

د کډوالۍ ځینې مقررات شتون لري د کوم لمخې چې تاسو ته د پاتې کیدو اجازه درکول کیدی شي حتی که ستاسو غوښتنلیک رد شوی هم وي. دا دي:

  • د بې سرپرسته پناه غوښتونکي ماشوم د پاتې کیدنې اجازه UASC)): د ½17 کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره. دUASC د اوسیدنې اجازې د ننګولو په اړه تل د مشورې غوښتنه وکړئ
  • اختیاري پاتې کیدنه: د هغو خلکو لپاره چې استثنایی او زړه سوانده شرایطو سره مخ دي د بیلګې په توګه طبي قضیې یا قاچاق
  • محدوده پاتې کیدنه: د هغو کسانو لپاره لنډه پاتې کیدنه ده چې د کډوالۍ وضعیت یا بشري خوندیتوب اجازه نه ورکول کیږي د دوی د ترسره کړو عملونو له امله لکه جنګي جرمونه
  • کورنۍ او شخصي ژوند: تاسو کولی شئ په برتانیا کې د کورنۍ یا شخصي ژوند اړیکو ادعا وکړئ

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

د کورنیو چارو دفتر لارموندنه

(احتمالي لومړنی پوښتنلیک)

اصلي مرکه

د پناه غوښتنې لومړنۍ پریکړه

15 of 22

؟

د استیناف پروسه

د وضعیت نورې اجازې:

  • بشردوستانه خوندیتوب
  • دUASC پاتې کیدل
  • اختیاري پاتې کیدل
  • محدوده پاتې کیدل
  • کورنۍ پاتې کیدل

ردیدل یا د وضعیت ورکول

د استیناف حق

د لومړۍ درجې محکمې څخه په عالي محکمه کې د استیناف غوښتنې اجازه وغواړئ

په لومړي درجه محکمه کې د استیناف غوښتنه

احتمالي نوې ادعا

د استیناف غوښتنه رد شوه

د استیناف غوښتنې حق پای ته ورسیده

( پرته لدې چې د کورنیو چارو دفتر د استیناف غوښتنه وکړي)

په عالي محکمه کې د استیناف غوښتنې لپاره له عالي محکمې اجازې وغواړئ

مختلفې پایلې، ټولې مثبتې نه دي

په عالي محکمه کې استیناف غوښتنه

16 of 22

د استیناف غوښتنې حقونه پای ته ورسیده

که تاسو د استیناف غوښتنې نور حقونه نلرئ، ستاسو د استیناف حقونه ختم شوي دي. دا د لومړۍ درجې محکمې وروسته په هر یو پړاو کې کیدی شي.

کله چې ستاسو د استیناف غوښتنې حقونه پای ته ورسیږي، ستاسو د پناه غوښتنې ملاتړ او استوګنې ځای به په 21 ورځو کې بند شي پرته لدې که تاسو ماشومان ولرئ.

تاسو ممکن توقیف کړل شئ. د دې پیښیدو لپاره چمتو اوسئ.

  • د راپور ورکولو پر مهال د شپې کڅوړه ځان سره واخلئ
  • د خپلو ټولو اسنادو او شواهدو کاغذي او بریښنایي کاپي وساتئ
  • د تلیفون مهمې شمیرې له ځانه سره وساتئ

په لومړي درجه محکمه کې د استیناف غوښتنه

د لومړۍ درجې محکمې څخه په عالي محکمه کې د استیناف غوښتنې اجازه وغواړئ

پناه رد شوه او د استیناف غوښتنې حقونه پای ته ورسیدل

17 of 22

یوه نوې ادعا کول

ځینې ​​وختونه دا ممکنه ده چې اضافي نور څه وسپارل شي. د دې کولو لپاره، تاسو باید نوي شواهد یا نوي شرایط ولرئ چې د کورنیو چارو دفتر مخکې نه وي لیدلي.

غوره اضافي سپارنې باید معمولا له یو څخه ډیر شواهد ولري او باید هغه دلیلونه پکې په ګوته شي چې ولې ستاسو اصلي ادعا رد شوې وه. تاسو باید دا هم تشریح کړئ چې ولې مو مخکې دا شواهد وړاندې نه کړل.

نورې سپارنې د قانوني استازي له لارې غوره ترسره کیدلی شي کنه تاسو کیدای شي خپل نوي شواهد ضایع کړئ.

په کمزورو دلایلو سره د اضافي سپارنو ترسره کول کیدای شي په راتلونکي کې ستاسو دریځ لاهم خراب کړي.

احتمالي نوې ادعا

18 of 22

د پناه غوښتنې ملاتړ

ته یوه عمومي کتنه

19 of 22

د پناه غوښتنې ملاتړ: یوه عمومي کتنه

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

دلته یې پيل کړئ

د ارزونې مرکه

موقتي استوګنځي ته لاړ شئ

اصلي مرکه

لومړني استوګنځي ته لاړ شئ او د ملاتړ لپاره درخواست وړاندې کړئ (۹۵ برخه)

لومړنۍ پریکړه

که د پاتې کیدو اجازه درکړل شوه

ملاتړ ښايي د 28 ورځو وروسته پای ته ورسیږي

استیناف غوښتنه وکړئ

د استیناف غوښتنې حق نشته

که ملاتړ تصویب شو

د پناه غوښتنې کور ته لاړ شئ او خپل ASPEN کارت ترلاسه کړئ.

که ملاتړ رد شو

تاسو به کور او پیسې نه ترلاسه کوئ. تاسو کولی شئ بیا درخواست وړاندې کړئ.

استیناف غوښتنه بریالۍ شوه

استیناف غوښتنه رد شوه

احتمالي نوې ادعا

که مجرد او بې اولاده یاست، د پناه غوښتنې ملاتړ ښايي له ۲۱ ورځو وروسته پای ته ورسېږي.

که تاسو ماشومان لرئ، نو تاسو د 95 برخې ملاتړ مستحق یاست.

20 of 22

ستاسو د ارزونې مرکې کې د ملاتړ غوښتنه کول

مرکه کوونکی ته خبر ورکړئ چې تاسو استوګنې ته اړتیا لرئ او د هرې بیړنۍ اړتیا په اړه ورته ووایاست

خپل ټول اړوند شیان د ارزونې مرکې ته درسره یوسی او د اړیکو هغه شمیرې ځان سره ولیکئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ.

که د کورنیو چارو دفتر ستاسو ادعا ته پرمختګ ورکړي او دا ومني چې تاسو د پناه غوښتنې ملاتړ ته اړتیا لرئ، دوی به تاسو لومړني استوګنځي ته بوځي (د 98 برخې ملاتړ په نوم هم پیژندل کیږي)

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

21 of 22

د اوږدمهاله ملاتړ لپاره غوښتنه کول

تاسو باید د بې وزلۍ ازموینه پاس کړئ او دا وښایئ چې تاسو مناسبه استوګنه نلرئ او نشئ کولی چې خپلې مهمې اړتیاوې پوره کړئ. د کورنیو چارو دفتر به ستاسو د شتمنیو، کریډیټ او نورو چکونو په اړه پوښتنې وکړي ترڅو دا ارزونه وکړي چې آیا تاسو ملاتړ ته اړتیا لرئ.

که تاسو د یو څه وخت لپاره په انګلستان کې پاتې شوي یاست نو د استوګنې ترلاسه کول مشکله ده. که تاسو ته د 95 برخې ملاتړ درکړل شي، تاسو به وکولی شئ له لندن څخه بهر د پناه غوښتنې کور ته لاړ شئ او دASPEN کارت به درکړل شي.

که ستاسو غوښتنلیک رد شي، تاسو کولی شئ بیا غوښتنلیک وړاندې کړئ.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

موقتي استوګنځي ته لاړ شئ

لومړني استوګنځي ته لاړ شئ او د ملاتړ لپاره درخواست وړاندې کړئ (۹۵ برخه)

22 of 22

ستاسو د اصلي مرکې وروسته ستاسو ملاتړ ته څه پیښیږي؟

ستاسو د اصلي مرکې وروسته به تاسو یوه لومړنۍ پریکړه ترلاسه کړئ. که تاسو ته د پاتې کیدو اجازه درکړل شي، ستاسو ملاتړ ښايي د 28 ورځو وروسته پای ته ورسیږي.

د ارزونې مرکې څخه بهر، د پناه غوښتنې ملاتړ پورې اړوند بحثونه او غوښتنلیکونه معمولا د مهاجر مرستې په نوم د یوې سازمان له لارې ترسره کیږي. تاسو کولی شئ د ځایي خیریه موسسو سره هم اړیکه ونیسئ ترڅو ستاسو سره مرسته وکړي.

که ستاسو د پناه غوښتنې ادعا رد شي، بغیر لدې که تاسو ماشومان ولرئ ستاسو ملاتړ به له 21 ورځو وروسته بند شي.

د پناه غوښتنې درخواست وکړئ

د ارزونې مرکه

موقتي استوګنځي ته لاړ شئ

لومړني استوګنځي ته لاړ شئ او د ملاتړ لپاره درخواست وړاندې کړئ (۹۵ برخه)

اصلي مرکه

لومړنۍ پریکړه